خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الهام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې الهام لوبډلې له خپل ۹۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې فهیم کمال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
