ننګرهار؛ لعلپوره ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لعلپوره ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوخۍ منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لوخۍ منتخبې لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې لعلپورې منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
