خوست؛ عبيد اسیر لوبډلې د زرغون افغانستان په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۸:۵۰
خوست؛ عبيد اسیر لوبډلې د زرغون افغانستان په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د ۴۶ لوبډلو ترمنځ د زرغون افغانستان په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عبید اسير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عبيد اسیر او سردار ولي افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سردار ولي افغان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۴ منډو هدف کېښود، عبيد اسیر لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS