خوست؛ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په عنوان د فري فایټ آزادې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۲:۳۶
خوست؛ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په عنوان د فري فایټ آزادې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د MMA په برخه کې د لسو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د نېشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په عنوان اماتور سیالۍ ترسره کړې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د خوست د ورزش آمر عطاء الله کډوال، د فدراسیونونو مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ، چې د اسمعیل خیلو ولسوالۍ په دوه سرکه سیمه کې وشوې، د لسو کلبونو ۶۰ تنو ورزشکاران د یو بل په وړاندې ولوبېدل.

هغه مراسم ، چې په همدې د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په دوه سړکه بازار کې نیول شوي وو، پکې د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال، د دویمې امنیتي حوزې امر عثمان ، د رزمي ورزشونو مسؤول جمیل الماس ، د جوجیتسو فدراسیون مسؤول حکمت الله څپاند ، استادانو ، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پای کې لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول او د ورزشکارانو له لوري د خوست د ورزش امر ته د اعزاز لونګۍ ورپه سر کړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS