خوست؛ د شهـ.ـید محمد حـ.ـقاني په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۸:۳۸
خوست؛ د شهـ.ـید محمد حـ.ـقاني په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ډاب سیمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پنزايي وحدت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه کې پنزايي وحدت لوبډلې خپلې سیالې د ډاب کلي لوبډلې ته د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغو سیالیو یوه شاوخوا یوه میاشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS