خوست؛ خالبساط لوبډلې د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۰:۲۶
خوست؛ خالبساط لوبډلې د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د ياد ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ انتخابي سيالۍ د خالبساط لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د يعقوبيو او خالبساط لوبډلو تر منځ تر سره شوه، د لوبې پچه خالبساط لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف کېښود، يعقوبيو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۲۷ منډو په توپير خالبساط لوبډلې د يادو سياليو اتلولي په خپل نوم کړه‌.

دغه سيالۍ، چې دوې مياشتې يې دوام کړ، موخه يې د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېدا کول و. پۀ پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴۷
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وزیر آباد لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

BACK TO NEWS