خوست؛ چينې بريال لوبډلې د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند زېړۍ ترخې لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ د چينې بريال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې چينې بريال لوبډلې خپلې سيالې متون بابا لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا درې میاشتې دوام وکړ.
