جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۲۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز شبرغان ښار په عربخانه کلي کې د ۱۲۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۵۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
