کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په دغو سياليو کې يو اخرالاوق د عبدالحی پهلوان له لوري ترسره شو او د پنځه زرو افغانيو ډالۍ ګټونکی شو.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د چاپندازنو هڅول و.
