تخار؛ مرکز کې د ۱۰۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۹:۴۲
تخار؛ مرکز کې د ۱۰۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په مرکز تالقان ښار کې له مختلفو ولسوالیو څخه د ۱۰۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ چې درې ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

له دغو سیالیو څخه جلیل، صبغت الله، شمس الله، عبدالرشید، اسماعیل، شبیر او دادالله د غوره پهلوانانو په توګه وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د پسرلي موسم ته ښه راغلاست، د سیمه ییزو لوبو وده او د غوره څېرو موندل ښودل شوي و، چې په پایله کې د سیالیو د مسؤولانو له لوري غوره پهلوانانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS