تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې وحيدالله لومړی او غلام دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
