رسنیز بلنلیک
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه په پام کې لري، چې نن ماسپېښین دوه بجې د المپیک اړوند پر یوې مهمې موضوع مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړي.
له همدې امله د هیواد د رسنیو له محترمو استازو څخه په خورا درنښت هیله کوو، چې د دغه مطبوعاتي کنفرانس د خبري پوښښ لپاره تشریف راوړي.
وخت: شنبه، د وږي ۱۴مه، ۱۴۰۵ه. ش، ماسپېښین دوه بجې
ځای: د المپیک ملي کمېټې د غونډو تالار، کابل ـ افغانستان
