تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې یاران بیک لوبډلې خپلې سیالې عقابان لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳۵
Background image

کابل؛ د واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا سياليو ته پر چمتووالي بوخته ده

د هېواد ورزش ادارې سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د واليبال ملي لوبډلې ۵۲ لوبغاړي، د ۲۰۲۶ مرکزي اسيا واليبال جام سياليو ته د بشپړ چمتووالي په موخه د تېرو درې ورځو راهیسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳۴
Background image

کابل؛ د نورالبشر افغان خصوصي ښوونځي پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په ښوونځيو، پوهنتونونو او مدرسو کې د ورزش د ودې رياست له لوري او د نورالبشر افغان خصوصي ښوونځي سره په همغږۍ د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳۲
Background image

کابل؛ د ۲۰ موټرسایکل ځغلوونکو ترمنځ د ټور افغانستان په نوم د موټرسایکل ځغلونې لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د موټر سایکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري له کابل څخه تر بدخشان ولایت پورې د ۲۰ موټر سایکل ځغلوونکو ترمنځ د (ټور افغانستان) په نوم د. . .

BACK TO NEWS