کابل؛ د نورالبشر افغان خصوصي ښوونځي پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳۴
کابل؛ د نورالبشر افغان خصوصي ښوونځي پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په ښوونځيو، پوهنتونونو او مدرسو کې د ورزش د ودې رياست له لوري او د نورالبشر افغان خصوصي ښوونځي سره په همغږۍ د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم نورالبشر افغان خصوصي ښوونځي پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې نورالبشر اتلانو لوبډلې خپلې سیالې نورالبشر ځوانانو لوبډلې ته د ۹/۶ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په ښوونځيو کې ورزش ته وده ورکول او زده کوونکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته د تشويق په موخه مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۸
Background image

بلخ ؛ په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS