تخار؛ تالقان ښار کې د والیبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت مرکز تالقان ښار په مرکزي جمنازیوم کې د لومړي ځل لپاره د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې مرکز لوبډلې په ۳۴ نمرو لومړی، معارف لوبډلې په ۳۱ نمرو دویم او آزادي لوبډلې په ۲۷ نمرو ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
د سیالیو موخه د والیبال غوره لیګ سیالیو کې د همدغو سیالیو لومړی، دویم، او درېیم مقام لوبډلو ګډون دی چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې به د مرکز او ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د تالقان ښار په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شي.
