بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۲۷
بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې قرقین لوبډلې خپلې سیالې خماب لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال غوره ليګ پیل شو

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ورزشي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال غوره ليګ پیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۴
Background image

له ۱۵ کلونو کم عمره لوبډلو د فوټبال په نړیواله جشنواره کې د افغانستان درېیمه بریا

د افغانستان له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال په نړیواله جشنواره کې ( چې د اذربایجان هیواد په کوربتوب جوړه ده) له سوډان هیواد څخه د ۳ـ ۱ ګولونو په توپیر لوبه وګټله.

له دې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو سيالۍ د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ او د طلوع. . .

BACK TO NEWS