بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال غوره ليګ پیل شو
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ورزشي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال غوره ليګ پیل شو، چې يوه مياشت به دوام وکړ.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې الماس لوبډلې خپلې سيالې رزمندګان لوبډلې ته د ۱۱/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې سوپر استار لوبډلې خپلې سيالې شاهین لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او برياوې يې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د ځوانو استعدادونو موندل او يووالی رامنځته کول دي.
