د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۳
د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو سيالۍ د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ او د طلوع کمپلیکس لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

د ‌دې سياليو پايلوبه د کام‌اير او طلوع کمپلیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې کام‌اير لوبډلې د يوې په زړه پورې لوبې وروسته خپلې سیالې طلوع کمپلیکس لوبډلې ته د ۳ - صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه راز په يادو سياليو کې طلوع کمپلیکس لوبډلې دويم او سرې مياشتې لوبډلې بیا درېيم مقام په خپل نوم کړ.

يادې سيالۍ چې د روان کال د تلې مياشتې له ۲۲مې نيټې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روانې وې، پايلوله يې نن دوشنبه( د عقرب مياشتې ۴مه) نېټه د ا.ا.ا مرستيال وياند ملا حمد الله فطرت، د زراعت وزارت وزير مولوي عطاالله عمري، د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د رهبرۍ غړو، د افغانستان راډيو عمومي رياست مرستيال مولوي ضياء الحق حقمل، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو، په زرګونو د واليبال مينه‌والو او د رسنيو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې په پای کې يې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام، مډالونه او ډالۍ او دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۴
Background image

له ۱۵ کلونو کم عمره لوبډلو د فوټبال په نړیواله جشنواره کې د افغانستان درېیمه بریا

د افغانستان له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال په نړیواله جشنواره کې ( چې د اذربایجان هیواد په کوربتوب جوړه ده) له سوډان هیواد څخه د ۳ـ ۱ ګولونو په توپیر لوبه وګټله.

له دې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو سيالۍ د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ او د طلوع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د هرات مرکز کې د ۱۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان جوجيتسو سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جوجيتسو ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د جوجيتسو ملي فدراسيون د رهبري په شتون کې د هېواد د ۱۰ ولايتونو د ۱۴۸. . .

BACK TO NEWS