بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۴
بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاقه فريد پهلوان د فريد صراف پر اس او دوم اخر الاق بيا سرور پهلوان د حاجي علم بزاز پر اس تر حلالې دايرې ورسول او د سياليو گټونکي شول.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS