د فوټسال له ۱۸ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي
د افغانستان له ۱۸ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغان لوبډلې د دې سياليو په خپله لومړۍ لوبه کې پاناما هېواد ته د ٥ - ٠ ګولونو په توپیر ماتې ورکړې ده.
دغه سیالۍ د سېنېګال هېواد په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې نيټې به دوام وکړي.
