بلخ؛ د بلخ او سمنګان ولايتونو ترمنځ د جودو سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د دې رشتې د ګڼو مينه والو په شتون کې د جودو سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د دواړو ولايتونو ورزشکارانو د ښې لوبې کولو له کبله مساوي پايله ترلاسه کړه.
یادې سیالۍ د نوموړې سیمې د یوه تن " ملا مهراب " په مالي لګښت ترسره شوې.
