غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې زرور لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې ۲۴۲ منډې جوړې کړې په مقابل کې پايتخت لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۲ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۰ منډو په توپير وبايلله.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول، د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ
