بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۷:۴۶
بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولایت کې له تخار، کندز، سمنګان او بغلان ولایتونو د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې داد الله پهلوان د حاجي نعیم په اس، صدرالحق پهلوان د حاجي حقیار په اس او رحمت الله پهلوان د برکه سیمي د خلکو پر اس تر حلالې دایرې ورسول او د اتلولۍ مقامونه یې ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته نغدي پیسې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۷:۴۸
Background image

بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۷:۴۶
Background image

بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولایت کې له تخار، کندز، سمنګان او بغلان ولایتونو د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۷:۴۵
Background image

ننگرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاتړ او يووالي په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS