بغلان کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۴۵
بغلان کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په ورزشي سټېډیوم کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې د لیګ په ډول وې د شاهین لوبډلې د ۱۱ امتیازونو په توپير لومړی مقام ترلاسه کړ.

دغو سیالیو کې ګلزن میرویس غفوري زیاتو ګولونو وهونکی، رامین خاص غوره لوبغاړی او عبدالرحیمزی غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل و.

د سیالیو په پای کې بغلان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ډول ډول ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS