بغلان کې د دوه رشتو ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت په زړه پورې نندارې ترسره کړې
په بغلان ولایت کې د تکواندو ITF او فول رزم فدراسیونونو د کوچني اختر په مناسبت په زړه پورې نندارې تر سره کړې.
د بغلان ولايت دورزش امر محمد امير اميري په وينا، ورزشي فدراسيونونو له دغه ولایت ورزشي امریت سره په همغږۍ کې د دغه ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د کوچني اختر د نمانځنې په موخه يو لړ په زړه پورې نمایشات ترسره کړل.
ښاغلی امیر وايي، د بغلان ولایت د ورزش رهبري تل هڅه کوي چې د ورزش د ودې لپاره منظم او دقیق پروګرام جوړ کړي، تر څو ورزش نه یوازې په مرکز بلکې په ټولو ولسوالیو او کلیو کې وده او پرمختګ وکړي.
