بغلان؛ پلخمري ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پلخمري ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې فابریکه سمنټ غوري لوبډلې خپلې سیالې ولسوالي خوست لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
یادې سیالۍ چې یوه اوونۍ به دوام وکړي موخه یې بغلان ولایت منتخبې لوبډلې ته لار موندل و.
