بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د تېږې اچوونې او ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۹:۴۲
بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د تېږې اچوونې او ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په برکه ولسوالۍ کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچوونې او ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، د‌ تېږې اچوونې سياليو په پايله کې صفت الله لومړی، محمد نسيم دويم او عبدالله درېيم مقام خپل کړ او د دې ترڅنگ د ځغاستې سياليو په پايله کې يار محمد لومړی، عبدالله دويم او محمد سراج درېيم مقام تر لاسه کړ.

د دغو سياليو په پای کې د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د‌ مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند؛ په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS