هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د‌ مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم د۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د افغان زلمي او نوري لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه افغان زلمي لوبډلې وکړه او په ټاکلو ١٠ اورنو کې يې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زيان ١٥٠ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نوري لوبډلې ياد هدف د دوو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اتو ويکټو يې بريا خپله کړه‌.

دغه سيالۍ چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS