بدخشان؛ مرکز فیض اباد ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د ویلچر بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
بدخشان؛ مرکز فیض اباد ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د ویلچر بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پارا المپیک ملي کمېټې له لوري او د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز فیض اباد ښار په سره صلیب جمنازیوم کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د ویلچر بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د بامیان، بلخ، فاریاب او د بدخشان ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د بلخ ولایت ورزشکارانو د ۶۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، بدخشان ویلچر لوبډلې د ۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بدخشان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS