بامیان ؛ مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۲۲
بامیان ؛ مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکارانو په درې کیلو متري واټن کې سیالۍ ترسره کړې، چې په پایله کې نعیم واحد یار لومړی، نجیب ناصري دویم او روح الله درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د لوی اختر نماځل و؛ د سیالیو په پای کې د بامیان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکم او ورزشي سامان ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS