بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ له اتلس کم عمره لوبغاړو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۹:۳۵
بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ له اتلس کم عمره لوبغاړو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیل شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ، له اتلس کم عمره لوبغاړو ترمنځ په ګروپي ډول د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د تلاش او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې تلاش لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او موخه یې نوي ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالیو ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS