بامیان؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۹:۱۸
بامیان؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په خم کلک کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول د والیبال سیالۍ د میوند لوبډلې په بریا پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند لوبډلې خپلې سیالې بندامیر لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅوول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS