افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۴۱
افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل
افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې افغان ورزشکارانو یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه روحید ستانکزي په ۶۰ ګیلو ګرام وزن کې پرلپسې ازبکستاني او قرغېزستاني سیالان ماته کړل؛ خو د قزاقستاني سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ او محمد قاسمي په ۴۵ کیلو ګرام وزن کې تاجکستاني سیال ته ماته ومنله او د هندي سیال په ماتولو یې د برنزو مډال خپل کړ.

یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون، چې د هېواد په استازولۍ پنځه ورزشکاران، یو هیئت او یو روزونکی پکې ګډون لري، د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي وې، نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۵۲
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۵۰
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د لوی اختر جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۳:۴۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS