بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ٣٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
