افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل
د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې افغان ورزشکارانو یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال وګاټه.
له دغو مډالونو څخه روحید ستانکزي په ۶۰ ګیلو ګرام وزن کې پرلپسې ازبکستاني او قرغېزستاني سیالان ماته کړل؛ خو د قزاقستاني سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ او محمد قاسمي په ۴۵ کیلو ګرام وزن کې تاجکستاني سیال ته ماته ومنله او د هندي سیال په ماتولو یې د برنزو مډال خپل کړ.
یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون، چې د هېواد په استازولۍ پنځه ورزشکاران، یو هیئت او یو روزونکی پکې ګډون لري، د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي وې، نن پای ته ورسېدې.
