ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۱۷
ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په خېوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د سید جمال الدین افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې خیوې مرکزي، سورج، پاچاهۍ قلعه، سید جمال الدین، سرجل سټار او بډیالۍ لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبه یې د سید جمال الدین افغان او سرجل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د سرجل لوبډلې وګټلو او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې یې د خپلو ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه. د سید جمال الدین افغان لوبډلې ټاکلی هدف د خپلو ٤ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او په شپږو ویکټو يې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS