پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٩ لوبډلو ترمنځ نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۴:۴۳
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٩ لوبډلو ترمنځ نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د څلورو ولایتونو د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د پکتیکا مرکز شرنې اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې اتفاق لوبډلي په ۳۶ نمرو سره لومړی، ګټواز کلب لوبډلې په ۳۲ نمرو سره دویم او خوست لوبډلې په ۲۸ نمرو سره درېیم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ د نیزه وهنې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو پسه، دویم مقام ګټونکې ته یو سېرلی او نورو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۷:۳۸
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سیلف ډفنس سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سیلف دفنس سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۵:۲۱
Background image

پکتيا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د تلاش قهرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په سرحدي لېوا ميدان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه فوټبال سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

BACK TO NEWS