هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړي حوزه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو د هڅولو او پرمختگ په موخه د فوټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي، د لکړي لېسې لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې لکړي لېسې لوبډلې خپلې سيالې اوربل اتلانو لوبډلې ته د ۱/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
