پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې جبل السراج مرکز لوبډلې خپلې سیالې مرک جبل السراج لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالۍ د زمري ۲۴ مې د نمانځې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون درې ورزشکاران، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي. . .

BACK TO NEWS