کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه ورځ به دوام وکړي.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټکوریو همدارنګه د پارا لامبو وهونکو یو شمېر ورزشکاران هم سیالۍ ترسره کړي، چې په پایله کې به ۲۰ تنه لامبو وهونکي د یو میاشتني تمریني کمپ ته وټاکل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد یو میاشتني کمپ وروسته به ۵ تنه په ابوظبي کې اسیایي سیالیو ته وټاکل شي.
د یادو سیالیو موخه مرکزي زون ته د غوره لامبو وهونکو ټاکل او اسیایي سیالیو ته د لامبو وهونکو چمتووالی دی.
