بدخشان؛ داریم ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د داریم ولسوالۍ په کوربتوب د یاد ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه کورش سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د بدخشان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.