غزني؛ ده یک ولسوالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۶:۴۶
غزني؛ ده یک ولسوالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت ده یک ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې خراسان تاسن لوبډلې خپلې سیالې ستاره ها تاسن لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ همکاري رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS