خراسان لوبډلي د هلمند بهرامچې ولسوالۍ د فوټبال ګروپي سیالیو اتلولي وګټله
د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د فوټبال ګروپي سیالۍ، چې د وږي په ۱۶مه ڼېته د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې د خراسان فوټبال لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د خراسان او زېبا بلوچ لوبډلو ترمنځ شوه، چې دې دواړو لوبډلو لوبه د ۱-۰ ګولونو په توپیر د خراسان لوبډلې وګټله.
یادې سیالۍ چې د بهرامچې ولسوالۍ په مرکز خراسان لوبغاړي کې په دوو ګروپونو کې ترسره شوې،
اتحاد، زیبا بلوچ، خراسان، حاجی حلیم کلی، نورجان، ام..ارت، بلوچ او حاجی نعمان لوبډلو پکي برخه درلوده.
د دې سیالیو په ترڅ کې نورپښتون د غوره لوبغاړي او نقیب الله د غوره ګول ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړې.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ډالۍ ورکړل شوې.
