تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۲۶
تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې میوند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

د لغمان په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د یاد ولایت د مرکزي زندان په همغږي د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیخ مټي الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS