د لغمان په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د یاد ولایت د مرکزي زندان په همغږي د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کندي عزت لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې اتحاد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
