هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې میوند اتلانو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
