خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ITF تکواندو سيالۍ وشوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ITF تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د دوو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ITF تکواندو سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې اسماعیل خېلو اتلانو کلب د ۱۵ مډالونو په خپلولو سره لومړی او مبارز اتلانو کلب د ۸ مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
