پروان ولايت کې د ازادۍ فوټسال جام سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۵۵
پروان ولايت کې د ازادۍ فوټسال جام سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ازادۍ فوټسال جام په نوم، د پروان ولايت د ولسواليو او د کابل قره باغ ولسوالۍ لوبډلې په ګډون د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جبل السراج پيشتازان F.C لوبډلې خپلې سيالې صلح پروان لوبډلې ته د ۶/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲۳:۴۸
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲۳:۴۶
Background image

ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پېښې خوړ ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲۳:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۳۵ کیلو متره واټن کې ترسره. . .

BACK TO NEWS