زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ۳۵ کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې نجیب الله لومړی، احسان الله دویم او نصرت الله بیا درېیم مقام خپل کړ او په ټوله کې پنځه تنه د زابل ولایت د بایسکل ځغلونې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
