پروان ولايت کې د ازادۍ فوټسال جام سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Sep 12 2026 12:55 PM
پروان ولايت کې د ازادۍ فوټسال جام سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ازادۍ فوټسال جام په نوم، د پروان ولايت د ولسواليو او د کابل قره باغ ولسوالۍ لوبډلې په ګډون د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جبل السراج پيشتازان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جبل السراج پيشتازان F.C لوبډلې خپلې سيالې صلح پروان لوبډلې ته د ۶/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS